ویرگول
ورودثبت نام
عباس دلاور
عباس دلاور
خواندن ۱ دقیقه·۹ ماه پیش

درملتون

د درملتون کتاب پوښ ډیزاین
د درملتون کتاب پوښ ډیزاین
  • درملتون
  • په افغانستان او نړۍ کې د مروجو طبي درملو د بېړنيو معلوماتو مرجع
  • لیکوال: ډاکټر علي حسين وارسته
  • ژباړن: محمدنواب خوښ
  • د کتاب ډيزاين: احمدضیا رسا
  • خپرونکی: دنگار خپرونکی ټولنه
  • د مخونو سایز او شمېر: وزیری 560 مخه
  • د چاپ وار: لمړی چاپ 1399 هـ ل
  • په کابل، افغانستان کې د کاروان مطبوعاتي له خوا چاپ شوی

د درملتون کتاب لنډ تفصیل

درملتون کتاب په افغانستان کې د درملو په اړه په ساده ژبه او عام خلک کې د معلوماتو په برخه کې یو له لومړنیو کتابونو څخه دی.
د درملتون کتاب یو له هغو کتابونو څخه دی چې د درمل د پوهاوي په اړه دي او د دې کتاب مخاطب د ټولنې ټول خلک دي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د درملو سره سروکار لري، همدارنګه ډاکټران، درمل جوړونکي، نرسان او نور طبي کارکوونکي د دې کتاب اصلي مخاطبین دي.
د دې کتاب په لوستلو سره د درمل بسته بندي، هغه ډله او کورنۍ چې درملو یې تړاو لري، د درملو کارول، هغه شرایط چې ناروغ باید د درمل په کارولو کې احتیاط وکړي، د درمل کارولو ممنوعیت، او ممکنه هغه جانبي عوارض چې کیدای شي د درمل اخیستلو نتیجه وي د استعمال وړ درمل، د درملیز توکو تعامل، کوم درمل چې د نورو درملو سره نه کارول کیږي، مشخص شوی دی.
همدارنګه د کتاب په پای کې د میرمنو لپاره د امیدوارۍ پرمهال د کارولو لپاره د درمل ډله ایز جدول او شاوخوا 200 طبي کلمې چې ډیر استعمال کیږی، ژباړل شوي او لنډ توضیحات ورکړل شوي.
کتابدرملتون کتاب
شاید از این پست‌ها خوشتان بیاید