ویرگول
ورودثبت نام
reza ghorashi
reza ghorashi
خواندن ۱ دقیقه·۸ ماه پیش

شاعر محمد اکبرسلطانی

شاعرمحمد اکبر سلطانی
شاعرمحمد اکبر سلطانی

شْاعرمحمداکبرسلطانی

قــــــــــــســـــــمــــــتــــــــــــــــه ❤️


قسمته څۀ درسره وکړم
لمبه لمبه شومه پۀ اور وکړېدمه


زما وېده وېده قسمته
څو تۀوېـښېـږې زۀ بۀ توري خاوري یمه


قسمته څۀ لوبي دې وکړې
ورک دې دخپل هغه شیرین جانانه کړمه


قسمته ډېر ډېر ملامت یې
خلک پادشهان شول زۀ دبل مذدوري کړمه


قسمته خدای دې سزا درکړي
وړې وړې سلګی وهم یار یادومه


زما قسمت همیش وېده دی
قسمت دخلګو همېشه وېښ دی مئینه


که قــــسمتونه سوځېدله
زما دقسمت څخه تنور جوړکی عالمه


قسمته ماتۀ ملا  مت یي
دتش دېدن پۀ انتظار شپې تېرومه


پۀ خوب وېده قسمته وېښ شه
نۀ سم ملنګ شوم نۀ پادشا شومه مئینه


قسمته غږ درباندي نۀ کړم
وېده وېده شه چې دي سر شي ټول خوبونه


پۀ اور لمبه  شې زماقسمته
لکه لمبه چې شول زما ټو ل ارمانونه


دخپل قسمت سره جنګېږم
نۀ شوم کامیابه نۀ مې وتړل بارونه


زمادې خوار قسمت تۀ ګورئ
چاتۀ چې زړۀ ورکړم دوکه راکړي مئینه


دحپل قسمت سره مې جنګ دی
کامیابه نشومه ناکام شومه عالمه


قسمته وسومه اېرې شوم
ايرې اېرې مې دخزان بادونه وړېنه


زما دچانۀ ګېله نۀ ده
زۀ ګېلمن دخپل قسمت دلاسه یمه


زما قسمت دغمو.یار دی
غم سره یو کوټه کې عمر تېروینه


دسلطاني خواره قسمته
عمر دبل پۀ مذدورئ کې  تېرومه



سلطاني ستا نۀ ګېله من یم
قسمته مکوه پۀ ما دومره ظلمونه


خلګ پۀ خپل قسمت نازېږي
زۀ سلطاني یې ده نامه پېزاره یمه


شاعر محداکبرسلطاني ایران کرج

محمد اکبر سلطانیشاعرشاعرانمشاعره
شاید از این پست‌ها خوشتان بیاید