دَ محمد اکبر سلطاني ژوند اؤ فن.. انتشار زندانی ..
پۀ یؤ څو څیزونو انسان ښائسته ښکاري. پۀ هغې کښې احساس، ښۀ اخلاق، انسانیت اؤ ژوندے ضمیر هم راځي. خو احساس یؤ داسې څیز دے چې پۀ چا کښې وي نو دَ بل انسان دَ پاره دَ ښې سوچ کوي. پۀ ځان باندې تکلیف تېروي خو بل چا ته تکلیف نۀ رسوي. کله چې دغه احساسات پۀ زبان راشي اؤ بیا دغه احساساتو له دَ الفاظو جامه ورکړے شي. چې پۀ اهنګینې بڼې ولیکلے شي یا ووئیلے شي. نو دغه احساس دَ اؤرېدونکي پۀ زړۀ کښې هم دغه شان درد پېدا کړي کوم چې دَ بیانولو واله پۀ زړۀ کښې وي. اوس کۀ چرې لیکونکے یا بیانؤنکے وس نۀ لري چې غریب سړي ته لاس ورکړي. اؤ اؤرېدونکے وس لري نو چې کله واؤري دَ ویونکي وېنا. نو پۀ عمل کښې ئې راولي اؤ دَ غریب مرسته وشي. داسې نورې ډېرې مسئلې دي. لکه اتفاق، نصیحت، عبرت، دَ حق اواز چوتول وغېره وغېره. پۀ دغه لړ کښې محمد اکبر سلطاني صېب هم راځي. چې خپل احساسات ئې دَ شعر پۀ جامه کښې خلقو ته رسولې دي.
ډېر خوږ، دروند، مېلمه دوست، حاضر جواب، مخلص اؤ انقلابي شاعر محمد اکبر سلطاني پۀ کال ۱۹۹۸ کښې دَ محمد انور پۀ کور دَ ایران دَ مشهد پۀ ښار کښې نړۍ ته سترګې غړولې دي. دَ هرات ولایت دَ رباط سنګي ولسوالۍ سره تعلق لري. دَ ښاغلي یؤ ورور دے. وادۀ ئې پۀ خپله خوښه کړے دے چې اوس ئې ماشاء الله درې بچي هم دي. دَ اتمه پورې سبق ئې وئیلے دے چې بیا دَ څۀ ستونزو لۀ وجې ئې سبق پرېښؤدلو. پۀ ایران کښې دَ ګاړو وینځلو کاروبار کوي. چې ځان ته پرې رزق حلال پېدا کوي. ډېر زړۀ سواندے انسان دے. چې نن سبا دَ سړي پۀ ورور زړۀ نۀ سوزوي. خو دا ښاغلے چې پۀ لاره چرته ناروغه مرغۍ ووېني. نو کور ته ئې وېسي اؤ مرحم ورله وکړي. پۀ ځناورو ئې زړۀ خوګېږي نو سوچ کوه چې پۀ انسان باندې به ئې څومره زړۀ سوزي. پۀ موسمونو کښې دَ سپرلي موسم خوښوي.
ښاغلے ډېر حساس انسان دے. دَ وطن دَ کړکېچنو حالاتو لۀ وجې ئې خپل دَ زړۀ بړاس اؤ دَ وطن سره دَ مینې محبت اظهار ئې دّ شاعرۍ پۀ ژبه کښې کړے دے. ښاغلي پۀ ۲۰۰۹ کښې دَ شعر و شاعرۍ اغاز کړے دے.
دَ ښاغلي اولنے کلام څۀ دا نګه دے چې........
داسې زړګے زمـــا دلبــــــــــر وړے دے
لکه رودونو چې ګــــــــــودر وړے دے
زۀ پرې لۀ سره خبر شــــــــــوے نۀ یم
زړه دې لۀ ما پۀ کوم هنـــــر وړے دے
ماته دَ سترګو تاوان راکـــــــــــړه اشنا
تا مې له سترګو نه نظــــــــر وړے دے
ما همېشه ستاسو کــــوڅه کښې اشنا
ما پۀ خپل سر باندې خطـر وړے دے
تا سلطاني پۀ زړه کښې ځائے نۀ کړلو
ما دې پۀ زړۀ کښې یاد اکثر وړے دے
دَ ښاغلي دَ ادپ پۀ مېدان کښې...
فضل الله سنګین صېب
عبدالقادر مفتون صېب
نظامدین مدني صېب
ډاکټر محمد رحیم دراني صېب
استاذان دي. دَ ښاغلي وېنا ده چې شاګردان نۀ لرم خو کله نا کله ملګرو ته اصلاح کؤم.
دَ ښاغلي یؤ کتاب هم چاپ دے. خو لا مارکټ ته نۀ دے راغلے. دَ (څپې) پۀ نوم ئې یؤ کتاب چاپ کړے دے. چې زیات تر پۀ کښې غزلې دي. یؤ څو نظمونه اؤ ټپې پۀ کښې هم دي. پۀ دې کتاب کښې دَ پښتون پۀ غم غمژن دے. دَ وطن سره پۀ کښې دَ مینې محبت اظهار کوي. دَ خپل اولس احساس ورسره دے. کله نا کله ئې پۀ کښې رومان هم چېړلے دے. خو زیات تر پۀ پښتون خفه دے. لکه یؤ ځائے کښې وائې چې......
نۀ ئې ګناه اؤ نۀ خطا معلومـــــه
بې ګناه وژني دا ښائسته پښتانۀ
بل ځائے لیکي چې
بیه دَ وچــې ډوډۍ ګرانه شوله
خو دَ پښتون وینه ارزانه شوله
یوازې دا نۀ چې شعر لیکي بلکې دَ یؤ ښۀ شاعر سره سره یؤ خوږ اؤ دروند انسان هم دے. یؤ دردېدونکے اواز لري. کله چې دَ چا کلام پۀ خپل غږ کښې ووائې. خلق وائې چې بار بار مې اؤرېدلے. پۀ وړه خبره خفه کېږي خو پۀ وړه خبره خوشحالېږي. یؤه ورځ مې ورسره پۀ خوشحال بابا ادبي ټولنه کښې ټوقې کولې چې دومره لویه خبره نۀ وه. خو ښاغلي ټولنې ته خېر اباد ووئیل. چې بیا پسې پۀ شخصي لاړم نو وئیل ئې مړه بس هسې داسې هغسې مړه بس
ماله غصه راغلې وه. خو واپس مې ټولنه کښې شریک کړو. پۀ نۀ خبره خفګان خو بیا رضا هم زر شو. څۀ وخت کښې بیخي ورک شو چې معلومات مې وکړو نو ټولنه کښې نۀ وو. دَ فضل الله سنګین صېب نه مې نمبر واخیستو. چې میسیج مې ورته وکړو دَ دعا سلام نه بعد مې ورته وئیل چې دَ ټولنې نه چرته ورک ئې. وائې نمبر مې بدل کړے وۀ. خو اوس مې اېډ کړه.
دَ ښاغلي متعلق دَ هغې ملګرو تاثرات کوم چې دَ ښاغلي سره ناست پاست دي یا ئې ورسره رابطه ده.......
یارمل صېب دَ سلطاني صېب متعلق وائې چې ډېر تکړه شاعر دے. پۀ شاعرۍ کښې ئې نوښت دے. اکثر وخت داسې څۀ لیکي چې دَ ډېرو نورو شاعرانو فکر ورته نۀ وي. سلطاني صېب ځوان شاعر دے. پۀ لږ وخت کښې ئې دَ هیواد دَ خلقو اؤ پښتو ژبې ډېر خدمت وکړو.